نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ارشیف: په ننګرهار کې یو کمپاینر ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پرمهال

نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د پولیو ضد د واکسین کمپاین پیلېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له ټولو کورنیو وغوښتل چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د یونېسف د پولیو د عامه اړیکو مسوول کمال شاه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "له شرقي حوزې کابل ته خلک راځي. له کابله د هېواد نورو سیمو ته ځي. نو هغه خلک چې سفر کوي کولای شي دا ویروس له ځان سره انتقال کړي. نو په دې اساس زموږ له میندو او پلرونو دا هیله ده چې دوی دې د دې کمپاین په ترڅ کې خپل ټول ماشومان واکسین کړي."

کمال شاه زیاته کړه چې په دغو څلورو ولایتونو کې د پولیو کمپاین بیا ځکه پیلېږي چې په سیمه کې د پولیو د ویروس موجودیت تثبیت شوی دی.

په افغانستان کې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو دوه مثبتې پېښې، یوه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوي دي.

پولیو یا ګوزن یوه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.