په پولنډ کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي زیاتېدا په تړاو خبرې کېږي

په پولنډ کې د امریکايي ځواکونو انځور

د پولنډ صدراعظم ماتیوش موراویسکي وایي، دی او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن به په پولنډ کې د امریکایي ځواکونو د احتمالي زیاتېدا او د هغوی د دایمي کېدو په اړه خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر بایډن به د فبرورۍ له شلمې تر۲۲ پورې له پولنډ څخه کتنه ترسره کړي.

متحده ایالات شاوخوا یولس زره پوځیان په پولنډ کې لري چې په دوره یې توګه دې هېواد ته استول کېږي.

بایډن په تېره جون میاشت کې ویلي چې متحده ایالات به د روسیې د ګواښونو په ځواب کې د پوځ یوه نوې دایمي قومنداني په پولنډ کې تاسیس کړي.

بایډن به په دې سفر کې د پولنډ له ولسمشراندژې دودا او د ختیځې اروپا له متحدانو سره وګوري او د اوکراین په اړه به ورسره وکړي، خو د سپینې ماڼۍ په وینا نوموړي پلان نه لري چې له پولنډ څخه اوکراین ته لاړ شي.