د کابل پوهنتون استاد پوهاند 'احمدشاه زغم' ومړ

د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند احمدشاه زغم چې د اوږدې ناروغۍ له کبله نن ومړ.

د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند احمدشاه زغم د ۶۶ کلونو په عمر وفات شو.

احمدشاه زغم، چې د کابل په پغمان ولسوالي کې زېږېدلی و، له ۱۳۶۲ لمریز کال څخه یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د استاد په توګه کار کاوه.

پوهاند دوکتور زغم ګڼ اثار هم کښلي چې یو شمېر یې چاپ شوي او ځینې ناچاپه پاتې دي.

معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟ هغه اثار دي چې د پښتو ژبې او ادب مینه والو ته یې ډالۍ کړي دي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د معلوماتو له مخې ښاغلي زغم د یادو اثارو ترڅنګ د بېلابېلو مجلو او ژورنالونو لپاره لسګونه علمي ـ څېړنیزې مقالې هم لیکلې او خپرې کړې دي.

د یادې څانګې په وینا پوهاند زغم له اوږدې مودې راهیسې په یوه خطرناکه او ځوروونکې ناروغۍ اخته وو، خو علمي چارو ته یې ادامه ورکوله او تر مرګه یې د ټولنې په روزنه بوخت و.