لسو هېوادونو پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه غندلي

د یو شمېر هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ په کنفرانس کې ګډون کړی.

د مونیخ د امنیتي کنفرانس د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه غندلي.

د جرمني، فرانسې،کاناډا، بلجیم، ایسلند، منګولیا، لیختین شتاین، اندورا،کوسوو، سلوانیا او البانیا د بهرنیو چارو وزیرانو دا ګډه اعلامیه ورکړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د مونیخ د امنیتي کنفرانس د بهرنیو چارو دا ښځینه وزیرانې د طالبانو هغه اقدامات په کلکه غندي چې ښځې یې له ټولنیز ژونده څنډې ته کړې دي.

دغو بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې طالبان ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو په نه پرېښودو، په موسسو کې د ښځو د کار په مخنیوي، پارکونو ته د ښځو پر ورتلو په بندیز او ګڼو نورو اقداماتو سره د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو مرتکب شوي.