افغانستان او امارات خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي

افغانستان او متحده عربي امارات نن یکشنبه ماښام خپله درېیمه/وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي.

افغان لوبډلې خپله دویمه لوبه شنبه ماښام په اماراتو باندې بایلوده.

د افغان لوبډلې کپټان راشد خان له متحده عربي اماراتو سره پایلوبه یا درېیمه شل اووره لوبه ځکه مهمه بولي چې دواړه ټیمونه مساوي دي.

کرکټ بورډ د شنبې ماښام لوبې د بایللو او د راتلونکې لوبې د پلان په اړه د لوبډلمشر راشد خان خبرې په فېسبوک باندې خپرې کړي.

هغه وویل: "څنګه چې هغوی باولېنګ ترسره کړ هسې موږ ترسره نه کړ. همدا علت وو چې هغوی یو طرفه لوبه وګټله له موږه. موږ شل پنځه ویشت منډې کمې هم جوړې کړې وې. خو دا موږ ته د یوه ټيم په توګه دا پيغام راکړ چې انشاالله راتلونکې لوبه کې ښه وځلېږو کومې غلطیانې چې موږ دې لوبه کې کړي هغه تکرار نه کړو."

افغان لوبډلې د اماراتو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

کوربه د متحده عربي اماراتو لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۱۹م اور په دویم توپ ترلاسه کړ.

د دې لوبډلې لپاره محمد وسیم په ۵۰ توپونو ۹۱ منډې وکړې چې ۷ شپږیزې او ۸ څلوریزې یې ووهلې.

د ویلو ده چې په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې اماراتو ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړې وه.