په کاپيسا کې د ترافيکي پېښې له امله ۹ کسان ټپيان شوي

ارشیف

په کاپيسا کې د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د يوې ترافيکي پېښې له امله نهه کسان ټپيان شوي دي.

د کاپیسا د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ازادي راډيو ته وویل چې پرون د فبرورۍ ۱۸مه د صیاد او ګلدان لویې لارې ترمنځ د پشته هزاره په سیمه کې دوه موټر سره ټکر شوي.

د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال شوي.