په کابل کې زرګونو فارغانو د طب د فراغت ازموینه کې ګډون وکړ

ارشیف

د طبي علومو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو اووه زره او پنځوسو ۷۰۵۰ تنو فارغانو پرون په کابل کې د "Exit Exam" د طب د فراغت په ازموینه کې ګډون وکړ.

د افغانستان د طبي شورا مشر ډاکټر ګل محمد عثمان وايي، د طب د فراغت ازموینې لپاره شاوخوا لس زره کسانو نوم لیکنه کړې، چې په دوو دورو کې به یې امتحانونه واخیستل شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د خبر له مخې، د ازموينو د ادارې مرستيال شيخ رحيم الله حقاني وويل چې دغه ازموينه د طب پوهنځيو او پوهنتونونو د فارغانو د ارزونې په هدف په لاره اچول شوې وه، څو د ده په وينا، کار اهل کار ته وسپارل شي.

د دې ازموينې لومړى پړاو د هلکانو لپاره او په دويم پړاو کې چې د نجونو لپاره ځانګړې شوى، له ٢٧٠٠ څخه زياتې نجونې به د طرزالعمل تر بشپړېدو وروسته ګډون وکړي.

دا ازموینه ۱۶۰ مسلکي پوښتنې لري او د ۶۰ فیصده پوښتنو سم ځوابول د بریالیتوب معیار ټاکل شوی.