ريشي سوناک: متحدان دې د روسیې پر ضد روانه جګړه کې د اوکراین ملاتړ وکړي

د بريتانیا صدراعظم ریشي سوناک

بريتانیا له هغو هېوادونو سره مرستې ته چمتو ده چې غواړي اوکراین ته اوسمهال الوتکې جنګي ورکړي.

د بريتانیا صدراعظم ریشي سوناک دا څرګندونې نن د مونشن امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

هغه د اوکراین پر متحدانو غږ وکړ چې د روسیې پر ضد په روانه جګړه کې د اوکراین ملاتړ وکړي.

سوناک اوکراین ته د وسلو او د سرتېرو د پوځي روزنې د امکاناتو په ګډون د پراخ ملاتړ په مسئله کې له پخوانیو صدراعظمانو بوریس جانسن او لیز تروس سره ګډ دریځ لري خو اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو له سپارلو سره یې مخالفت کړی.

سوناک ویلي چې بريتانیا له اوکراین سره په نورو برخو کې مرسته کولای شي.