میکو ساوولا: فنلنډ به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي

د ناټو او د ناټو د غړيو هېوادونو بيرغونه

د فنلنډ د دفاع وزیر وايي هېواد به یې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړي او دې ته به منتظر پاتې نه شي چې ترکیه یې په دې ټلواله کې د ګاونډي سویډن غړیتوب ته اجازه ورکوي که نه.

میکو ساوولا نن شنبې د مونشن امنیتي غونډې په څنډه کې اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته وویل، فنلنډ دا هیله لرله چې له سویډن سره یوځای د ناټو غړی شي، خو د هغه په وینا که ترکیه څرنګه چې خبرداری یې ورکړی، په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني او د سویډن غړیتوب رد کړي، نو د فنلنډ پرېکړه به د دې پروسې مخه ونه نیسي.

فنلنډ او سویډن پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه، خو د ناټو غړې ترکیې ویلي، د سویډن غړیتوب به په دې شرط ومني چې دا هېواد هلته پر دېره کرد مخالفو ډلو فشار راوړي.