برازیل اوکراین ته د ټانکونو مهمات نه لېږي

دا هغه ټانک دی چې جرمنی یې اوکراین ته ورکوي.

برازیل وايي، پر خپله پخوانۍ پرېکړه ولاړ دی، هغه دا چې اوکراین ته به د ټانکونو مهمات نه لېږي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ماورو وییرا پرون جمعه د مونشن امنیتي کنفرانس ته وویل: "موږ به اوکراین ته دغه مهمات ونه لېږو."

هغه زیاته کړه، هېواد یې په جګړه کې د برخې اخیستو پر ځای د سولې په باب خبرو اترو ته ترجیح ورکوي.

برلین د تېر کال له اپرېل میاشتې راهیسې له برازیل غواړي چې په جرمني کې د ګپارډ په نوم د جوړو شویو الوتکو ضد ټانکونو مهمات اوکراین ته ولېږي.

تېره میاشت هم د برازیل ولسمشر د جرمني صدراعظم سره خبرو کې له دې انکار وکړ چې برازیل ته د ټانکونو دغه مهمات ورکړي.