د پاکستان کراچۍ کې د پوليسو پر يوه دفتر بريد شوی

کراچۍ د بريد د سيمې يو انځور

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو په یوه دفتر وسله‌وال برید شوی دی.

د ازادې اروپا/ د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، له اتو زیاتو وسله‌والو کسانو د کراچۍ د پولیسو د عمومي مشر پر دفتر برید کړی او وروسته د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو عمومي مشر جاوید عالم د پاکستان جیو ټلوېزیون سره په خبرو کې منلی ده چې پر دفتر يې برید شوی دی.

په کراچې کې د مشال راډیو خبریال وايي، په سیمه کې د ډزو او چاودونو غږونه اورېدل کېږي او امبولانسونه هم سیمې ته رسېدلي دي.

د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.

د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجيل انعام ميمن د پا کستان جيو ټلوېزون سره په خبرو کې ويلي، تر دې مهاله د برید ګرو د شمېر او هویت په اړه مالومات نه‌شته.

د برید مسولیت کومې ډلې یا چا په غاړه نه‌دی اخیستی.