سوريه کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښته شوې

د سوريې امنيتي ځواکونه

د سوریې حکومتي ځواکونه او یاغیان تېره شپه د سوریې په شمال لوېدیځ کې سره ونښتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې نن وویل، په دې سیمه کې د فبرورۍ په شپږمه د زلزلې له پېښېدو راوروسته دا لومړی وار دی چې دواړه خواوې نښته کوي.

د سوریې شمال لوېدیځ د بشاراسد د حکومت د مخالفو یاغیانو په لاس کې دی.

دا یوه له هغو سیمو څخه ده چې د وروستۍ زلزلې له کبله ډېر تاوانونه ور اوښتي دي.