کاپيسا کې طالبانو د جنايي جرمونو په تور د لسو کسانو د نيونې خبر ورکړی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپيسا ولايت موقعيت

په کاپيسا کې سيمه‌ييز طالبان وايي، لس تنه يې د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ازادي راډيو ته وویل، دغه کسان نن (د فبرورۍ ۱۷مه) د لویو لارو د پولیسو او په دغه ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د ادارې له‌خوا نیول شوي دي.

د فایز په وينا، له يادو کسانو يو کرولا موټر، يوه اندازه نشه يي توکي، وسلې او مهمات ترلاسه شوي او د دوسيو له څېړلو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.