د سپينې ماڼۍ ډاکټر: جو بايډن د "دندو لپاره مناسب" پاتې شوی

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د سپینې ماڼۍ ډاکتر وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن د "دندو لپاره مناسب" پاتې شوی.

ډاکتر کېوېن اوکانور چې د ولسمشر بایډن موظف ډاکتر دی، د هغه تر فزیکي معایناتو وروسته ویلي چې، ښاغلی بایډن په اتیا کلنۍ کې د ولسمشر او د سرقومندان په توګه د خپلو ټولو مسوولیتونو د پوره کولو جوګه دی.

د امریکا ولسمشر د روغتیايي معاینو لپاره پرون درې ساعته د والټر ریډ په ملي پوځي روغتیايي مرکز کې تېر کړي.

دا د ۲۰۲۱ کال له جنوري راهیسې چې ولسمشر بایډن واک ته ورسېد د هغه دویم لوی صحي معاینات وو.