افغان کرېکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړه

د افغان کرېکټ او متحده عربي اماراتو لوبه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لومړۍ لوبې پچه راشدخان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

اماراتو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د دوی په توپ وهونکو کې لوبډلمشر رضوان ۴۸ او محمد وسیم ۳۳ زیاتې منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلمشر راشدخان په دوه توپونو پرله‌پسې دوه وېکټې ترلاسه کړې، خو په درېيم توپ یې د هېټریک چانس له لاسه ورکړ.

د ټولو افغان توپ اچونکو د توپ اچونې ډسپلین ښه و، خو عظمت الله عمرزی چې یوه ویکټ يې هم واخیسته په ۳ اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړې.

افغان ملي لوبډلې په پیل کې خپل پیلیز توپ وهونکي حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ژر له لاسه ورکړل، خو د افسر ځاځي او کریم جنت د ۶۷ منډو ملګرتیا افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې بری ورکړ او په شلم اور کې یې هدف پوره کړ.

په دې لوبه کې حضرت ځاځي یوه، رحمن الله ګربز ۱۰، ابراهیم ځدراڼ ۸، افسرځاځي ۴۸، کریم جنت ۵۳ او نجیب الله ځدراڼ او راشدخان په ترتیب سره ۱۶ او ۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د عربي متحده اماراتو لپاره جنید صدیقي تر نورو ښه ولوبېد او د پیل دوه مهمې ویکټې یې واخیستې.

کریم جنت د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د ویلو ده چې، دواړه لوبډلې به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه دویمه سیالي هم د شيخ زاهد په لوبغالي کې ترسره کړي.