امريکا: سيف العدل د القاعده شبکې مشر ټاکل شوی

د القاعده شبکې مشر سيف العدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې وویل، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د القاعده د پخواني مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته په ایران کې دېره مصری، سیف العدل د دې شبکې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دوی ارزونې د ملګروملتونو له‌هغې سره سمون لري چې په ایران کې مېشت سیف العدل په حقیقت کې د دې شبکې نوی مشر دی.

ملګروملتونو د سې‌شنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې، په غالب ګومان غړي هېوادونه په دې نظر دي چې په اوس وخت کې عدل د دې ډلې مشر دی او چارې یې پر مخ وړي.

۶۲ کلن عدل چې پخوا د مصر د ځانګړو ځواکونو ډګرمن او د القاعده د پخواني ساتونکي ګارډ غړی دی، متحدو ایالتونو یې پر سر لس ملیون ډالره انعام ټاکلی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو له افراطیت سره د مبارزې د پروژې له‌مخې هغه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې حملې د عملیاتي ډلې د ظرفیت په لوړولو کې مرسته کړې او هم یې د دې حملې یو شمېر الوتکې تښتونکي روزلي وو.

القاعده شبکې تر اوسه په رسمي توګه د ایمن‌الظواهري ځای ناستی نه‌دی ټاکلی.

امریکایي چارواکو د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې اعلان وکړ چې نوموړی په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، خو دغې شبکې یې تر اوسه مړینه هم نه‌ده تایید کړې.