راشدخان: د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبو ته چمتو یو

راشد خان

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په خپلو وروستیو څرګندونو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ.

ښاغلي خان د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۵مه) د اماراتو کرېکټ بورډ له رسنیزې څانګې سره په خبرو کې وویل چې، یو شمېر افغان لوبغاړو له تېرو دوه اوونیو راهیسې په اماراتو کې تمریناتي کمپ تر سره کړ او د دې ترڅنګ یو شمېر نور د اماراتو په نړیوال لیګ او بنګله‌دېش غوره لیګ سیالیو کې ولوبېدل چې اوس لوبو ته ښه چمتو دي.

نوموړي وویل، دې لوبو ته د لوبډلمشر په توګه ډېر خوښ دی او تېره ورځ یې له ټولې لوبډلې سره یو ځای ښه تمرینات ترسره کړل.

هغه دا لوبلړۍ د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام د تیاریو لپاره پیل یاد کړ او زیاته یې کړه، د دې لوبو په پای کې به مو غټه لاسته راوړنه دا وي چې د خپلو لوبیزو کمزوریو فیصدي را کمه کړو.

د یادونې ده چې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د لوبلړۍ لومړۍ لوبه به نن د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ۱۶مه) د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې ترسره شي.