د امريکا دفاع وزير: د اوکراين د جګړې پايله اروپا او د ټولې نړۍ امنيت ته مهمه ده

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن وایي، د اوکراین د غمجنې جګړې پایله د اوکراین، اروپا او ټولې نړۍ امنیت ته مهمه ده.

اسټن پرون چهارشنبه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د دوی هدف دا دی چې اوکراین ته نوره مرسته ورکړي چې د روسیې په وړاندې جګړه کې بریالی شي.

اسټن که څه هم د نورو اضافي پوځي مرستو څرنګوالی مشخص نه‌کړ، خو زیاته یې کړه هر پوځي سیستم چې اوکرایني ځواکونو ته سپاري، روزنه به یې هم ورکوي.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل نژدې یو کلن کېږي او دې موده کې له اوکراینه د لوېدیځ ملاتړ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین غبرګونونه پارولي دي.