د اروپايي کمېسيون مشره: د ايراني ځواک سره تړلو ادارو باندې د بنديز لګولو وړانديز کوو

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین وایي، دا ټولنه به د لومړي ځل لپاره د هغو بندیزونو وړاندیز وکړي چې په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې ښکېلې د ایران ادارې په‌کې په نښه کېږي.

نوموړې نن د اروپایي کمېسیون غړیو ته وویل، په دغو بندیزونو کې به د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له ځواک سره تړلې ادارې په نښه شي.

د اروپایي کمېسیون مشرې همدارنګه وویل، چې په دغو بندیزونو کې به د ډرون الوتکو، میزاییلو او هلیکوپټرو په ګډون نوي سوداګریز بندیزونه او د ټکنالوژۍ د صادراتو کنټرول شامل وي.

واشنګټن تېره میاشت خبرداری ورکړ چې مسکو او تهران په روسیه کې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو د یوې فابریکې پر جوړولو غور کوي.

ویل کېږي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې تر ډېره د ایران ساخت ډرون الوتکو څخه کار اخیستی دی.