اوکراين له لوېديځو متحدانو د وسلو د تمويل چټکېدو غوښتنه کړې

اوکراين سره د امريکا پوځي مرستې، ارشيف

د ناټو دفاع وزیران نن داسې مهال د دویمې غونډې لپاره تیاری نیسي چې اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدینو د وسلو د تمویل د چټکېدو غوښتنه کړې او روسیې هم د اوکراین په ختیځ کې پر محاصره شوي باخموت ښار حملو ته زور ورکړی دی.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو پرون سې‌شنبې د غونډې په لومړۍ ورځ یو ځل بیا له دې سره لېوالتیا ونه ښوده چې اوکراین ته جنګي جت الوتکې ورکړي چې کییف یې په کراتو کراتو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې روسیه هڅه کوي مخکې له‌دې چې د لوېدیځ مهمات اوکراین ته ورسیږي، خپل پرمختګونه ډاډمن کړي.

روسیې د حملو په دغه نوې لړۍ کې د دونباس پر ختیځې سیمې ډېر تمرکز کړی دی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن چهارشنبې وویل، جګړه یوازې د باخموت ښارپه شاوخوا نه‌ده متمرکزه بلکې لومان، اودیوکا او کوپانسک ښارونو کې هم روانه ده.