اوچا: افغانستان کې د خوړو نه خونديتوب ته په پام سره بايد بېړنی اقدام وشي

ارشيف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې د ملیونونو وګړو د خوړو نه خوندیتوب ته په پام اړتیا ده چې عاجل اقدام وشي.

اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي، کله چې خلک په افغانستان کې د قحطۍ لپاره د مخکیني خبرداري سیسټم په اړه پوښتنه کوي، موږ ټول باید هغه ۶ ملیون وګړي په پام کې ونیسو چې په اوس وخت کې په بېړنۍ کچه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

يادې ادارې ويلي، دا زموږ لپاره سور څراغ دی چې باید منتظر نه‌شو او اقدام وکړو.

اوچا پرون سې‌شنبې په یوه بل ټویټ کې ویلي و چې، روان ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې ۲۸،۳ ملیون وګړي مرستو ته اړ دي خو زموږ شریکانو ۲۳،۷ ملیون وګړو ته لومړیتوب ورکړی چې مرستې ور ورسوي.

اوچا همدارنګه ویلي، دا کار هله شونی دی چې کافي بسپنه د لاس‌رسي وړ وي.

ملګروملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ ملیارډ ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.