کرېکټ بورډ: عربي اماراتو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تمرينونه دوام لري

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له دوو اوونیو په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم تمرینونه روان دي.

د دغه بورډ د رسنيو عمومي مسوول، عبدالله خان پکتاني تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې په وړاندې د لوبو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی. د دوی تمریناتي کمپ تر اوسه په غوره ډول پرمخ تللی دی."

ټاکل شوې روانه میلادي میاشت د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ درې شل اووره مسابقې وشي، چې لومړۍ به یې راروانه پنجشنبه د ابوظبۍ د کرېکټ په میدان کې ترسره شي.