لوېدیځو هېوادونو پرون په بروکسل کې اوکراین ته د نورو وسلو د لېږد په اړه خبرې کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین پرون په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په جلسه کې وویل، هغه هېوادونه به چې تر اوسه اوکراین ته وسلې لېږلي، خپل دې کار ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا دغه هېوادونه غواړي ډاډمن شي، چې اوکراین د اړتیا پر وخت د روسیې د یرغل په وړاندې وړ امکانات په لاس کې لري.

د اسټین په خبره د اوکراین ملاتړو هېوادونو د ټانکونو، مهماتو او د هوايي دفاع د دستګاو په ګډون اوکراین ته د نورو مرستو ورکولو ژمنه کړې ده.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، د هغو جنګي جټ الوتکو په اړه کومه بیانیه نه‌لري، چې اوکراین له خپلو متحدانو غوښتي دي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې په لیکنه، په عین وخت کې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پر اوکراین د روسیې د یرغل د کال پوره کېدو ته په اشاره ویلي، روسیه هغه سرتېري او زندانیان جګړې ته لېږي چې د هغه په وینا «پښه یې د ګور پر غاړه» ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین

د میلي په وینا روسیه په ستراتیژیک، عملیاتي او تاکتیکي لحاظ ماته شوې ده.

د مارک میلي په وینا، روسیه په نړۍ کې منفوره شوې، حال دا چې نړۍ د اوکراین له زړورتیا الهام اخیستی دی.

ویل کېږي مسکو یوې اټکل شوې لویې جګړې ته ځان چمتو کوي.

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز زیاته کړې، د هغو هېوادونو شمېر اوس یوولسو ته زیات شوی، چې غواړي اوکراین ته ټانکونه ولېږي، د دې تر څنګ ۲۲ هېوادونو ژمنه کړې، چې اوکراین ته به د پلیو ځواکونو جنګي وسایط لېږي، ۱۶ هېوادونو بیا د توپخانې او نورو مهماتو ژمنه کړې او نهو نور هېوادونه به د هوايي دفاع دستګاوې لېږي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه وايي، پر اوکراین د روسیې د یرغل د کال پوره کېدو په درشل کې روسیې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې خپل پوځي عملیات شدید کړي، ځکه ویل کېږي مسکو یوې اټکل شوې لویې جګړې ته ځان چمتو کوي.

اوکرايني سرتېري

اوکرایني چارواکو پرون سې‌شنبه ویلي چې د روسیي د توپچي ځواک مرمۍ په دونیڅک کې د جګړې پر ټولو کرښو له دې جملې پر باخموت ښار چې د شخړو په مرکز بدل شوی، لګېدلې دي.

د برېتانیا استخباراتو پرون په خپل ورځني راپور کې وویل، چې د روسیې د واګنر شرکت اجیرو جنګیالیو په تېرو درېیو ورځو کې د باخموت ښار په څنډو کې لږ پرمختګونه کړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون په یوه اعلامیه کې وویل، چې اوکرایني ځواکونو د دفاع د پیاوړتیا لپاره اضافي اقدامات کړي دي.

د اعلامیې له‌مخې، پرون روسي ځواکونو ۳۲ هوايي او دوې راکټي حملې کړې دي.