د 'افګانیکا' کتابتون مسوولیت د سویس یوه پوهنتون ته وسپارل شو

د سویس بیرغ

د سویس د بېزل ښار پوهنتون ته د هغه کتابتون مسوولیت وسپارل شو چې نږدې نیمه پېړۍ مخکې یې بنسټ په افغانستان کې ایښودل شوی و.

د بیزل پوهنتون په یوه بیان کې چې پرون دوشنبې خپور شو ویلي چې د افګانیکا په نوم دا کتابتون د افغانستان په اړه لیکل شوې شاوخوا ۳۰۰ خطي نسخې او له اویا زرو زیات تاریخي، تصویري اسناد لري.

د سویس انفو شبکې د راپور له مخې د دې کتابتون بنسټ پاول او ویرونیکا بوښیریر دیتشي سویسي وګړو په ۱۹۷۵م کال کې ایښی و او له ۱۹۸۳ کال راهیسې یې چارې د بېزل ښار په یوه کلي کې یوې خیریه ټولنې سمبالولې.

دې کتابتون په پیل کې د افغانستان د طبیعت، کلتور او تاریخ اړوند مطالبو په راټولولو تمرکز لاره، خو په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د کتابتون بنسټ ایښودونکو پاول او مېرمنې یې د شوروي د یرغل او د افغانانو د مقاومت په اړه د معلوماتو غونډول پیل کړل.