د انګلستان پخواني لوبډلمشر 'ایون مورګن' له هر ډول کرېکټ استعفا وکړه

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ایون مورګن

له کرېکټ د ايون مورګن د استعفا اعلان.

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ایون مورګن چې د تېر کال په ورستیو کې یې له نړیوال کرېکټ استعفا اعلان کړې وه، نن(د فبرورۍ ۱۳مه) یې وویل چې له هر ډول کرېکټ سره یې خدای پاماني ده او تر دې بعد به د لوبغاړي په توګه په لوبغالو کې راڅرګند نه‌شي.

مورګن چې په ۲۰۱۹ کال کې د انګلستان لپاره د یو ورځنیو سیالیو لومړنی نړیوال جام هم ګټلی و ۱۶ کاله یې د کرېکټ په لوبغالو کې تېر کړل.

۳۶ کلن مورګن په ۳۷۹ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ولوبېد چې ټولټال یې ۱۰۸۵۹ منډې وکړې.

نوموړی اوس‌مهال په اکثرو نړیوالو سیالیو کې د مبصر په توګه راڅرګنديږي.

هغه په وروستي ځل د سویلي افریقا په لیګ کې پارل رایلز لوبډلې ته ولوبېد.

ښاغلي مورګن په خپل لوبیز سفر کې د ټيسټ، یو ورځنیو، فرسټ کلاس او لیسټ ای په سیالیو کې ۴۹ سلیزې ووهلې.

د ویلو ده چې ایون مورګن په لومړي ځل د ایرلینډ هېواد لپاره کرېکټ پیل کړ چې ډېر وخت د یاد هېواد لوبډلمشر هم و.