افغاني سرې مياشتې ټولنې د ترکيې له زلزله‌ځپلو سره نغدي مرسته اعلان کړه

ترکيه او سوريه کې تر دې دمه د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۳۳زره اوښتی دی.

افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزله‌ځپلو سره د څلور نیم میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.

د طالبانو د حکومت اړوند باختر اژانس خبر ورکړی چې، دغه اندازه پيسې نن دوشنبه د سرې میاشتې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین آی ته وسپارلې.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې له ترکیې او سوریې دواړو سره د زلزله‌ځپلو د لاس‌نیوي په موخه ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې وه.

په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې له کبله د مړو شمېر له ۳۳زرو څخه ختلی او د ملګرو ملتونو بشري چارواکو اټکل کړی چې مرګ‌ژوبله به دوه برابره وي.

په دغو هېوادونو کې لا هم تر خاورو لاندې د بند پاتې شویو کسانو د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.