نيويارک ټايمز: سلګونه روسي وګړي د اوکرايني عسکرو ترڅنګ جګړه کې برخه لري

یوه امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي، د اوکراین د بخموت په شا و خوا کې په سلګونو روسي وګړي د اوکرایني عسکرو تر څنګ په جګړه کې برخه لري.

اوکراین د تېر کال په اګست میاشت کې د ازادې روسیې د پوځي واحد ایجاد تایید کړ، چې روسي وګړي هم په‌کې شامل دي.

د دې پوځي واحد ځینو غړو پر اوکراین د روسیې تر حملې مخکې په روسیه کې ژوند کاوه، خو ځینې نور یې په وروستیو کې اوکراین ته تللي دي.