کرېکټ؛ ګلف جاینټز لوبډلې د اماراتو نړیوال لیګ جام وګاټه

ګلف جاینټز لوبډلې د اماراتو نړیوال لیګ جام وګاټه

د عربي متحده اماراتو د سوداګریز نړیوال لیګ په پایلوبې کې ګلف جاینټز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر ډیزرټ وایپرز ته ماتې ورکړه او د لومړي پړاو اتلولي یې وګټله.

وایپرز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکلی و، چې جاینټز په نولسم اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ.

د وایپرز په توپوهونکو کې وینیندو هسرنګا ۵۵ منډې وکړې او د جاینټز لپاره بیا کرېس لین په ۷۲ منډو نا سوځېدلی پاتې شو او لوبه یې وګټله.

د ګلف په توپ اچونکو کې کارلوس برېټوېټ ۳ او قیس احمد ۲ وېکټې واخیستې.

برېټ وېټ د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د اماراتو په نړیوال لیګ کې د بېلابېلو لوبډلو لپاره تر لسو زیات افغان لوبغاړي هم ولوبېدل.