د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان نجونو د ښوونځيو پر پرانيستلو ټينګار کړی

ارشيف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانیستلو ټینګار کړی دی.

د دې کمېشنرۍ د اسیا پسفیک څانګې یکشنبه په خپل ټوېټر یوه ويډیو خپره کړې چې، افغان نجونې مخکې د یو ان اچ سي ار له‌خوا تمویلیدونکو ښوونځیو ته تللې.

یو ان اچ سي ار ویلي هيڅوک باید په هېڅ حالت کې له زده‌کړو محرومې نه‌شي.

شاوخوا ۵۱۰ ورځې کېږي چې طالبانو د افغان نجونو پر مخ د متوسطې او لېسې ښوونځي تړلي.

له تېر ډسمبر یې د نجونو پر مخ پوهنتونو هم وتړل.