اوتنبایووا د افغان ښځینه مدافع وکیلانو د کاري جوازونو د تمدید غوښتنه کړې

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د طالبانو د عدلیې له سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي څخه د ښځینه مدافع وکیلانو د کاري جوازونو د تمدید غوښتنه وکړه.

یوناما نن سهار په خپل ټویټر کې ویلي، د ۱۳۰۰ نارینه مدافع وکیلانو کاري جوازونه تمدید شوي، خو هغې له عبدالحکیم شرعي غوښتنه وکړه چې د ښځینه مدافع وکیلانو کاري جوازونه هم تمدید کړي.

د یوناما په حواله اوتنبایووا ویلي چې د دغو ښځینه مدافع وکیلانو تجربې د دې لپاره مهمې دي، چې افغان ښځو او ماشومانو ته عدالت ورسېږي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا محدودیتونه زیات شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.