اوچا: د وګړو په څنډې کولو سره ظرفیتونه نه شي ترلاسه کېدای

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، هېڅ هېواد نه شي کولای چې د خپلو نیمايي وګړو په څنډې ته کولو سره خپل ټول ظرفیتونه ترلاسه کړي.

دغې ادارې د فبرورۍ میاشتې د یوولسمې یا په ساینس کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون وه، نن په یوه ټویټ کې دا خبره کړې ده.

اوچا زیاتوي چې دا ورځ دوی ته دا راپه یادوي چې ملي پراختیا د ښځو په بامفهومه مشارکت پورې تړلې ده.

طالبانو نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع کړ او په نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

دې کار یې په نړیواله سطحه غبرګونونه پارولي دي.