د امریکا او اوکراین دفاع وزیرانو پر هوايي دفاع او نورو مسایلو خبرې کړي

ارشیف: د عکس ښي لور ته د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف او چپ لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټین په بروکسل کې د لیدنې پرمهال. October 12, 2022

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټین له خپل اوکرایني سیال اولیکسي ریزنیکوف سره پرون ناوخته پر هوايي دفاع او نورو مسایلو ټیلیفوني خبرې وکړې.

دواړه مشرانو د کییف د متحدانو د هغو غونډو په درشل کې چې په پام کې ده، په بروکسل کې جوړې شي، پر لومړیتوبونو خبرې وکړې.

د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډله به د سې شنبې په ورځ د ناټو په مرکز کې وګوري.

دواړه دفاعي مشران په داسې حال کې ټیلیفوني خبرې کوي چې اوکراین ته په امریکا کې د جوړو شویو M-1 ابرامز، په جرمني کې د جوړو شویو لیوپارډـ۲ او په بریتانیا کې د جوړو شویو چلنجرـ۲ ټانکونو د ورکولو ژمنې وشوې.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او نورو اوکرایني چارواکو له خپلو متحدانو د جنګي الوتکو د ورلېږلو غوښتنه هم کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین او د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف په بیړه اوکراین ته د دغو ظرفیتونو د لېږد پر اهمیت خبرې وکړې.