نیکلاسن: د افغانستان امنیتي وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په کابل کې د روسیې، پاکستان او چین په ډیپلوماټیکو مرکزونو او تر خوا یې ان د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې دننه شویو بریدونو ته په اشارې وايي، په کابل کې دننه یو جدي امنیتي ګواښ موجود دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د دې هېواد وضعیت له هر اړخه د اندېښنې وړ بولي.

توماس نیکلاسن په هند کې یې له 'واین نیوز' تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د افغانستان وضعیت دننه د افغانانو او بهر د نورو ګاونډیانو لپاره خورا خراب دی.

نیکلاسن وویل: "لومړی داسې دولت نه‌شته چې خلک یې او نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني. موږ په سیسټماټیک ډول د طالبانو له‌خوا د فرمانونو په صاردولو سره، د بشري حقونو د نقض، د نجونو او ښځو د ازادۍ، د سفر محدودیت او د خبریالانو او قومي او مذهبي لږکیو د ځپلو شاهدان یوو. اساسي قانون نه‌شته، د طالبانو له واکمنۍ وروسته اقتصاد سقوط کړی او په افغانستان کې دننه امنیتي وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دا لوړپوړی چارواکی له یو شمېر ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته هم اشاره کوي او وايي، افغانستان اوسمهال د ډېرو ترهګرو سازمانونو لپاره په امن پټنځای بدل شوی دی.

توماس نیکلاسن په کابل کې د روسیې، پاکستان او چین په ډیپلوماټیکو مرکزونو او تر خوا یې ان د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې دننه شویو بریدونو ته په اشارې وايي، په کابل کې دننه یو جدي امنیتي ګواښ موجود دی.

هغه زیاتوي: "زما په اند که موږ ځینو حقایقو ته وګورو، د راتلونکي په اړه ډېر څه نه شوو ویلای. موږ په کابل کې د القاعده مشر ولید، ګورو چې د داعش خراسان ظرفیت لوړېږي او بریدونه کوي. ګورو چې ټي ټي پي پاکستان کې بریدونه کوي. دا پېښې په نورو ګاونډیو هم اغېز کوي. افغانستان تر هغو له دې وضعیته نه‌شي وتلای چې څو اوسنی حالت بدل نه‌کړي، هغه حالت چې پخوا به هم په کې ځینو جهادي او وسله‌والو ډلو او سازمانونو فعالیت کاوه."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نه مني چې ګنې د افغانستان وضعیت تر دې کچې خراب وي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا خبره ردوو. دلته هیچا ته اجازه نه‌شته چې بهرني وسله‌وال په افغانستان کې شته وي. موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې څوک د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او یا هم دلته تهدید جوړ کړي."

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن داسې مهال د افغانستان د داخلي امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کوي چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان یوه راپور کې ولیکل، داعش ډلې په نړۍ کې د طالبانو د لا منزوي کولو په خاطر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د چین، هند او ایران پر سفارتونو بریدونه وکړي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: داعش کابل کې پر سفارتونو د بريد خبرداری ورکړی

تر خوا یې د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د پنجشنبې په ورځ شوې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری هم ورکړ.