هوګو شارټر: بریتانیا له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي

ارشیف: بېوزله افغانانو ته د ملګرو ملتونو د مرستې رسنې له بهیره یو انځور

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر د خپل ماموریت په پای کې ویلي چې د هېواد تمرکز یې د هغو ۲۸ میلیونو افغانانو لاسنیوی دی چې مرستو ته اړتیا لري.

هوګو شارټر په یو لړ ټویټونو کې شنبه ناوخته ویلي چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال له اپرېله له افغانستان سره شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې او د نورو تمویلونکو په ملتیا یې د ژمي پر مهال د یوې بشپړې قحطۍ مخه نیولې ده.

هغه بیا د ښځو د تعلیم او کار پر مسلې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښځو له ګډون پرته پرمختګ او ثبات نه شي راتلای.

د افغانستان لپاره د بریتانیا تلونکي شارژدافېر دا هم ویلي چې په له دې زیات تاوتریخوالی د چا په ګټه نه دی او بې ثباتي به د دې تر څنګ چې بشري ناورین لا پسې ژور یوسي د داعش یا اسلامي دولت ډلې د مخته راتلو زمینه به برابره کړي.