طالبان: په ځینو ولایتونو کې بارانونو او واورې ځاني او مالي زیانونه اړولي

ارشیف: په کابل کې روان ژمي د خلکو ستونزې زیاتې کړي

له پېښو سره د مبارزې وزارت وایي، د افغانستان په څه باندې شلو ولایتونو کې له دوو ورځو راهیسې واورې او بارانونه دوام لري.

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په یوه پیغام کې د ځینو خلکو د زیانمنېدو او د کورونو ورانېدل تاییدوي.

رحیمي وویل: "د دغو واورو له امله د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې واورې ښوویدنې پېښه شوې او یو کس شهید شوی دی. همدارنګه په بادغیس، کونړ، فاریاب او تخار ولایتونو کې دېرش کورونه په بشپړ یا نیمه توګه ویجاړ شوي دي."

اخوا د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د نن لپاره هم په یو شمېر ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی.

د واورو او بارانونو له امله ګڼې لارې هم تړل شوي چې د طالبانو حکومت وايي ځینې یې بېرته خلاصې شوي.