په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړینو شمېر ۲۸ زرو ته رسېدلی

د ترکیې ولسمشر وايي، د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو سربېره، نورې لکونه ودانۍ هم د اوسېدو وړ نه دي.

د ترکیې ولسمشر وايي، د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو سربېره، نورې لکونه ودانۍ هم د اوسېدو وړ نه دي.

رجب طیب اردوغان پرون شنبه د فبرورۍ ۱۱مه د دیاربکر د زلزلې ځپلې سیمې څخه د لیدنې او له اوسېدونکو سره د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل: "د هغو ودانیو سربېره چې دمخه نړېدلي دي، په سلګونو زره نورې ودانۍ هم د ساختماني زیانونو له امله د استوګنې وړ نه دي."

په ترکیه او سوریه کې د فبرورۍ د میاشتې د شپږمې نېټې د سختې زلزلې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۲۸ زرو ته رسېدلی دی.

د وژل شویو له ډلې شاوخوا نوي فیصده په ترکیه کې دي.

د ترکیې مرستیال ولسمشر شنبه ناوخته وویل چې هلته د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۴ زرو تنو واوښت.

لسګونه زره کسان ټپیان شوي او په سلګونو زره د استوګنې او سوداګریزې ودانۍ ویجاړې شوي دي.