مارنېنګ سټار: په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو شاوخوا ۴۶۰۰ همکاران پاتې

د کابل له هوايي ډګر څخه د بهرنیو ځواکونو د تخلیې له پروګرام څخه یو انځور - August 21, 2021

مارنېنګ سټار:

مارنېنګ سټار خپرونه لیکي، په افغانستان کې شاوخوا څلور زره شپږ سوه هغه کسان پاتې دي چې له برتانوي پوځیانو سره یې کار کړی و او بریتانیا ته د انتقالېدو د پروګرام له مخې په شرایطو برابر دي.

مارنېنګ سټار د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې په استناد لیکي چې د کابینې غړي یې هڅولي چې د دې کسانو غم وخوري.

د بریتانیا پارلمان تېره اونۍ په دېرش مخونو کې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې یې د دې کسانو د ایستلو ترڅنګ پر دې ټینګار کړی چې حکومت دې د دې څېړنه وکړي چې څرنګه بریتانیا په ناڅاپي ډول پوځیان له افغانستانه وایستل او خپل ملاتړي یې هلته له خطر سره مخامخ کړل.

په کابل کې د طالبانو له دوهم ځلي واکمنۍ راوروسته چې کوم افغانان بریتانیا ته تللي تر دوه اویا زره دوه سوه ډېر کسان لاهم انتظار دي چې وبه منل شي، خو د بریتانیا د دفاع وزارت په باور د دې دوسیو اکثریت د دوی په شرایطو برابرې نه دي.

بریتانیا نږدې شل زره افغانان منلي چې د دوی په وینا په یو ډول یې له بریتانیا سره په تېرو کلونو کې په افغانستان کې همکاري کړې یا یې اوس ژوند په خطر کې و، خو خپرونه لیکي چې دا دوسیې هم په ځنډ منل شوي چې له دې امله د بریتانیا د کډوالو د چارو پر هڅو انتقادونه شوي دي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې بیا په خپله تازه ګڼه کې د هري بودا مګار پر پرېکړه لیکنه خپره کړې ده چې غواړي د نړۍ د غرونو تر ټولو سترې څوکې ته ورشي.

د ورځپاڼې د لیکنې په باور، دا نیپالی چې په افغانستان کې یې د پوځي ماموریت پرمهال دواړه پښې غوڅې شوي، غواړي چې سږکال د مې په میاشت کې د اورست غره لوړې څوکې ته وخېژي.

ګارډین لیکي، مګار په نولس کلنۍ کې د بریتانیا پوځ ته درخواست ولیکه چې دی ومني چې د نیپال تر صدراعظم ډېر معاش ترلاسه کړي، بریتانیا هم پوځ ته دوه سوه دېرش نیپالیان ونیول چې یو په کې مګار و.

په دې مطلب کې وړاندې راغلي چې مګار ۱۵ کاله د بریتانیا په پوځ کې خدمت وکړ.

د ګارډین په باور، مګار د ۲۰۲۱م کال په اپرېل کې وروسته تر دې ټپي شو او دواړه پښې یې غوڅې شوې چې پر چاودېدونکو موادو یې پښه کېښوده.

تر دې مخکې په نړۍ کې دوه غره ختونکي چې پښې یې له زنګنونو لاندې غوڅې شوې وې د اورست قلې ته ختلي وو، خو ګارډین لیکي چې درې څلوېښت کلن مګار ته به چې زنګنونه یې قطع دي دې لوړې څوکې ته ختل ډېره ګرانه شي.

مګار وایي چې دی به تر ډېره د لاسونو په زور بره وخېژي.