د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر حمد بن عبدالرحمن واشنګټن او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا متحده‌ایالاتو او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي، محمد بن عبدالرحمن واشنګټن ته د سفر پر مهال پرون له خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره وکتل او د افغانستان په ګډون په بېلابېلو مسایلو یې یې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې د دې خبر ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

امریکا قطر د افغانستان په مسایلو کې خپل یو مهم سټراتیژیک ملګری بولي.