د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف پر مهمو بنسټونو د څو حملو او نن سهار وختي په زاپوریژیا کې د انرژۍ پر سکټور د مسکو د څو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
په وروستیو ورځو کې روسي ځواکونو د اوکراین په جنوب او ختیځ کې خپلې حملې سختې کړي او د اوکراین په زیاتو برخو کې د هوايي حملو د خطر زنګ کړنګول شوی دی.
د زاپوریژیا د ښاري شورا منشي اناتولیه کورتییف ویلي، دغه ښار د یوه ساعت په موده کې ۱۷ وارې ویشتل شوی دی.
هغه په وینا له کله چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې روسیې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړی دا پر دغه ښار تر ټولو سختې حملې وې.
دوې اوونۍ وروسته د فبرورۍ پر ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د یرغل کال پوره کېږي.
د اوکراین په خارکیف کې چارواکي لا هم هڅه کوي په شویو حملو کې د قربانیانو شمېر او د ویجاړیو اندازه معلومه کړي.
د خارکیف ښاروال ایهور تیریخوف ویلي، د دغو حملو له کبله ښايي د مرکزګرمیو، برښنا او اوبو رسولو سیسټمونه اغېزمن شوي وي.
نن سهار په پلازمېنه کییف هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د اوکراین په نورو برخو کې بیا د برښنا د لوړ ولتاژ لرونکي بنسټونه د روسیې د میزاییلو په حملو کې ویشتل شوي دي.
د اوکراین د برښنا د تنظیم ادارې ویلي، د دغه هېواد په ختیځ، جنوب او لوېدیځ کې د برښنا ګڼ تاسیسات په نښه شوي، چې د برښنا جریان یې ټکنی کړی دی.
پوځي شنونکي وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هیلهمن دی، چې له اوکراین به د اروپا ملاتړ کمرنګه شي او ګومان کېږي روسیه دې ټکي ته په پام سره نویو عملیاتو ته په چمتووالي بوخته ده.
پرون پنجشنبه په اوکراین کې جګړه سخته شوې وه.
د اوکراین پوځي استخباراتو ویلي، چې روسي ځواکونو په اشغال شویو دونیڅک او لوهانسک سیمو کې عملیات پیل کړي، چې هدف یې د دونباس په نوم د دې صنعتي ساحې د ټولو برخو لاندې کول دي.
په دونیڅک او لوهانسک کې روس-پلوه بېلتون غوښتونکي له ۲۰۱۴م کال راهیسې د اوکرایني ځواکونو په وړاندې په جګړه بوخت دي.
بلخوا، د پولنډ او اوکراین ولسمشرانو اندژې دودا او ولودمیر زلینسکي د پولنډ په جنوب ختیځ ژیشوف کې پرون د کتنې پر مهال د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې.
په دې اړه نور: د پولنډ او اوکراين ولسمشرانو د سيمې پر وضعيت خبرې کړيد پولنډ د ولسمشر دفتر نن جمعه په ټویټر کې لیکلي، چې د اوکراین ولسمشر خپل پولنډي سیال ته په بروکسل او نورو اروپايي پلازمېنو کې د خپلو وروستیو ډيپلوماتیکو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
په ټوېټ کې راغلي، دواړه مشرانو د سیمې پر وضعیت هم په خپلو خبرو کې تمرکز وکړ.
د پولنډ د ولسمشر دفتر زیاتوي، دواړه ولسمشرانو د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او د پوځي ملاتړ لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.