وچکاليو د افغانستان د غله‌جاتو حاصلات اغېزمن کړي دي

غنم، ارشيف

نن د غله جاتو نړیواله ورځ ده او داسې وخت لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د تېرو کلونو وچکالیو، طبیعي افتونو او نورو ستونزو د غله‌جاتو پر حاصلاتو اغېز کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، دوی پر اړو کسانو ژېړ نخود او لوبیا وېشي، ځکه دا قوي خواړه دي چې ډېر پروټین، وسپنه او ویټامینونه لري.

د روان لمریز کال په لومړیو کې د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له‌مخې ویل شوي وو، چې تېر لمریز کال په افغانستان کې یوازې د غنمو تولید یو ملیون ټنه کم شوی.

کروندګر شکایت لري چې په افغانستان کې یې کرنیزو تولیداتو ته مناسب بازار نه‌شته او نورو هېوادونو ته هم پر وخت نه صادرېږي.