د طالبانو حکومت: تېر يو کال کې مو د نشه‌يي توکو د توليد ۱۴۸ کارخونې له‌منځه وړي دي

د نشه‌يي توکو د توليد يوه کارخونه

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې يې د ۳۷۰۰ عملیاتو پر مهال ۴۶۵۰ د نشه‌يي توکو بېلابېل کاروباریان نیولي او ۱۴۸ د نشه‌يي توکو کارخانې یې له‌منځه وړي دي.

د دې وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې معین د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې یو خبري کنفرانس ته وویل، په یاده موده کې ۴۰۴ ټنه بېلابېل نشه‌يي توکي نیولي او د ۷۵ زره په نشه روږدو کسانو درملنه یې هم کړې ده.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نشه‌يي توکو د مخنيوي په اړه راپور