زلنسکي: روسيې سره په جنګېدو د اروپا دفاع کوو

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وايي، هېواد یې د اروپا دفاع کوي.

ده پرون (پنجشنبې) د اروپا پارلمان ته په وینا کې وویل، اوکراین د داسې هېواد په توګه چې په جګړه کې د بري لور ته روان دی، باید د اروپايي اتحادیې غړی شي.

ده همداراز وویل، اروپايي اتحادیه تر هغو بشپړه نه‌ده چې اوکراین یې نه بېلیدونکې برخه وي.

له بلې خوا فرانسې اعلان وکړ چې د دغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون خپل اوکرایني ساري زلنسکي ته د خپل هېواد تر ټولو لوړ نښان ورکړ.