ډاکټران: یو معتاد د کورنۍ نور غړي هم په نشو اخته کولای شي

ارشیف

ډاکټران وايي چې په کورنۍ کې د یوه معتاد موجودیت د دې سبب کېږي چې د کورنۍ روغ او هغه غړي هم معتاد شي چې درملنه يې شوې وي.

زهرا يوه ماشومه نجلۍ ده چې د خپل معتاد پلار له امله معتاده شوې ده.

دا وايي چې يو ځل يې درملنه شوې، خو بېرته په نشو اخته شوې ده.

هغه کیسه کوي چې لومړی څنګه په نشو اخته شوه.

هغې وویل: "پلار مې معتاد و، موږ ته يې يو ډول کپسولونه راکړل او په دې ډول موږ هم ورسره معتاد شولو، موږ نه پوهېدلو چې دا څه شی دي. تر يوه کال او یونيم کاله پورې مو دا کپسولونه خوړل. یو چا زما پلار ته دا کپسولونه ورکړي وه او زما پلار ورو ورو ورباندې معتاد شوی و او پلار مو وروسته دا کپسول موږ ته راکړل. موږ تر اعتیاد مخکې درسونه ويل، خو کله چې په نشو اخته شولو درسونه مو پرېښودل."

د معتادینو د درملنې مرکزونو د معلوماتو پر بنسټ، هغه ناروغان چې دوی ته د درملنې لپاره ورغلي څرګنده شوې چې ډېری ښځې د خپلو مېړونو له خوا په نشه يي موادو معتادې شوي دي.

د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې په افغانستان کې له هرو پنځو معتادو ښځو څخه يوازې يوې يې د ځان درملنه کولای شوای او هغه معتادین چې درملنه يې شوې، په سلو کې شپېته يې بېرته په نشو اخته شوي.

د معتادینو د درملنې يوه ډاکټره فرشته انیس وايي، تر څو چې د يوې کورنۍ د ټولو غړو درملنه ونه شي، د کورنۍ يو معتاد غړی کولای شي چې ټوله کورنۍ په نشو اخته کړي.

هغه زیاتوي: " که تر درملنې وروسته ناروغ بېرته نشو ته مخه کړي، په وجود کې يې پخوانۍ ستونزې ليدل کېږي، دا خو لا پرېږده چې ستونزې يې نورې هم ډېرېږي. یوه ستونزه يې اوور ډوز یا د نشه يي موادو د اندازې ډېروالی دی، کله چې معتاد د نشه يي موادو اندازه ډېره کړه ستونزې يې ډېرېږي او ان دا چې د معتاد د مړينې سبب کېږي. یو معتاد چې پخوا يې د هيرويينو او تاریاکو نشه کوله، اوس په دې موادو قناعت نه کوي او ښیښې ته مخه کوي، امکان لري ځان ته نشه يي مواد پیچکاري کړي."

په وروستيو میاشتو کې د معتادینو د درملنې مرکزونو تړل او فعاله مرکزونو کې د بستري خدماتو کمېدل د دې سبب شوي چې ډېری معتادین نشه نه شي پرېښودلای او خطرناک کار يې لا دا دی چې په کور کې نشه کوي.

ارواپوه محسن حسن وايي چې د لویانو په پرتله ماشومانو ته د اعتیاد زیان ډېر دی.

حسن وویل: " کله چې دا ماشومان لوی شي لویه فيصدي يې نشو ته مخه کوي او بل ناوړه اغېز يې دا دی چې دغه ډول ماشومان له بېلابېلو رواني ستونزو سره مخ کېږي. څېړنې ښيي چې پر دې سربېره د زړه، تنفسي او هضمي ستونزو سره هم مخ کېږي."

که څه هم په افغانستان کې د معتادینو په اړه تازه سروې نه ده شوې، خو د معتادینو د درملنې مرکزونو د ۲۰۲۰ کال څېړنو وښودله چې دې مرکزونو ته دېرش سلنه معتادې ښځې ورځي.

په دې ښځو کې داسې معتادې ښځې هم شاملې دي چې، درې څلور ځله يې نشه پرې ایښې، خو دا چې د کورنۍ يو غړی يې معتاد دی، نو دوی هم بېرته په نشو اخته شوي دي.
----------------------
راپور مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

د معتادینو په اړه راپور