د اوکراین ولسمشر بروکسل ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د اروپا پارلمان ته د وینا پرمهال

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته رسېدلی چې له اروپایي متحدانو د نورو پرمختللو وسلو مرسته ترلاسه کړي.

زیلنسکي د اروپا پارلمان ته په وینا کې وویل، پوځیان یې دا مهال د نوې نړۍ اروپا ضد ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

زیلنسکي پرون بریتانیا او فرانسې ته د سفر پرمهال د هغه هېواد له چارواکو غوښتنه وکړه چې د روسیې په وړاندې جګړه کې جنګي جېټ الوتکې ورکړي.