د افغاني سرې میاشتې ټولنې د زړه په سوري د زرګونو ناروغانو نومونه ثبت کړي

ارشیف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۶۵۶ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلې دي.

د سرې میاشتې ټولنې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت دا ټولنه ورکوي.

افغاني سرې میاشتې ویلي چې د سې شنبې په ورځ یې د الحیات او باسط روغتونونو ته اوه نور د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان ور وپېژندل.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی تېره اونۍ ازادي راډیو ته ویلي و چې په تېرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ ماشومان چې زړونه یې سوري وو، تداوي شوي دي.

د هغه په خبره د ۲۰۰۸ کال راهیسې تر اوسه پورې په هېواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه شوې او یولس زره نور ماشومان یې ثبت کړي چې په هېواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي.