د اوکراین ولسمشر له خپلو متحدینو د جنګي الوتکو د ورکولو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پرون چهارشنبې له خپلو لوېدیځ متحدینو په کلکه وغوښتل چې د روسي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې ورته جنګي جېت الوتکې ورکړي.

هغه دغه غوښتنه پرون له بریتانیا او فرانسې څخه د کتنې په ترڅ کې مطرح کړه.

زیلینسکي د بریتانیا پارلمان ته په تاریخي وینا کې وویل: "زه تاسو او نړۍ ته په خورا ساده ټکو خواست کوم چې د اوکراین لپاره جنګي الوتکې، د ازادۍ لپاره وزرونه ورکړئ. موږ پوه یو چې آزادي به بریالۍ کېږي او موږ په دې هم پوه یو چې روسیه به یې بایلي."

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې له اوکراین سره د پوځي مرستو په برخه کې هېڅ شی د میز له سر څخه بهر نه دي.

هغه وویل: "کله چې د جنګي الوتکو خبره کېږي، دا د خبرو یوه برخه ده، په واقعیت کې موږ نن هم پر دې خبرې وکړې او مخکې مو هم خبرې پرې کړې وې. او د همدې لپاره موږ نن اعلان وکړ چې موږ به د ناټو د نورمونو پر اساس د اوکراین هوایي ځواک وروزو."

د اوکراین ولسمشرپرون د ورځې ناوخته فرانسې ته لاړ چې د دې هېواد له ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني له صدراعظم اولاف شولزسره په ګډه په ماښامنۍ کې ګډون وکړي.