طالبانو په کابل کې د یوه ځوان جسد خپلې کورنۍ ته وسپاره

ناصر خالد

طالب چارواکو په کابل کې د یوه ځوان له نیول کېدو درې ورځې وروسته د هغه جسد خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د جرمني ډي پي اې اژانس وژل شوی ځوان ناصر خالد یاد کړی چې په وینا یې ارواپوه او مدني فعال و.

د ناصر خالد ورور چې پخواني جمهوري نظام کې د کابل د عامې روغتیا مشر پاتې شوی، ډي پي اې ته ویلي، ورور یې طالبانو ونیوه او تېره ورځ یې جسد ورته وسپاره.

خبر کې دا نه دي ویل شوي چې دغه ځوان طالبانو په کوم جرم نیولی او ولې یې وژلی دی.

طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په دې وروستیو کې کابل کې د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل او لیکوال زکریا اصولي هم نیولی، خو معلومه نه ده چې دغه کسان چېرته او په څه ډول شرایطو کې ساتل کېږي.