په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره د نورو چارو تر څنګ د زرګرۍ کاروبار هم زیانمن شوی دی.
د کابل د اوسېدونکي محمد قاسم د کوژدې دو نیم کاله کېږي.
هغه وایي، خسرګنیو یې په واده کې ورباندې د سرو زرو غاړکۍ، غوږوالۍ، کړۍ او ګوتې ایښي، خو دی یوازې د دوه چلو د اخستلو توان لري، نو ځکه یې تر اوسه واده نه دی کړی.
نوموړي وویل: "ولا د طلا قیمت حد ته رسېدلی، یو خو بېکاري ده، وضعیت خراب دی. زه تقریباً دو نیم کاله کېږي نامزاد یم، هغه وخت مې دنده درلوده، خو اوس وزګاره یم، وظیفه نه شته، طلا جګه ده، وس نه لرم چې طلا واخلم، بس دو چلې اخیستلای شم."
په افغانستان کې ډېری کورنۍ د خپلو لورګانو لپاره د زوم له کورنۍ سره زر غواړي او دوی په دې باور دي چې طلا یا سر زر هم ډول دی او هم پانګه.
صفي په کابل کې زرګري لري او شاوخوا ۲۰ کاله کېږي چې په دې کار بوخت دی.
دی وايي، د ډېرو خلکو ودونه د اقتصادي ستونزو له امله پاتې دي ځکه خلک د سرو زرو د اخیستلو توان نه لري.
دا زیاتوي چې کار کې يې ۸۰/۹۰ کم شوی او اوس خلک اکثراً سره زر پلوري او پېر کم دی.
دې ازادي راډیو ته په خبرو کې ويل: "موږ داسې هم لیدلي چې د واده د محفل لپاره مور خپل سره زر خرڅ کړي او خپلې ناوې ته یې ورباندې اخیستي، ځکه خلک ستونزې لري او د سرو زر د اخیستلو توان نه لري. جمهوریت کې به مونږ په ورځ کې ۱۰۰ ګرام ۱۵۰ګرامه سره زر خرڅول، خو اوس چې طالبان راغلي ۲۰/۲۵ ګرامه او کله ندرتاً که ۸۰/۱۰۰ ګرامو ته ورسېږي."
اجمل په کابل کې بل زرګر دی چې له ۲۱ کلونو راهیسې زرګري کوي.
دی هم د زرګرانو له سوړ بازار شکایت کوي.
هغه ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "وروستیو درېیو کلونو کې ډېر تفاوت راغلی. د خلکو اقتصاد کمزوری شوی. پخوا به خلکو خپلو ودونو ته د دوو لکه یا یا دوه نیم لکو یو څه اخیستل، خو اوس خلک راځي وایي، د ۸۰/۵۰ زرو یې راته جوړ کړه. اقتصاد د خلکو ضعیف شوی. دا یو که یو نیم کال کېږي دلته سرای کې چې څه زرګران دي په خپل کار کې هېڅ ګټه نه کوي."
نوموړی زیاتوي، داسې هم شوي چې کورنۍ راغلي او ویلي، دا نقره واخله او د سرو زرو اوبه ورکړه.
د ازادي راډیو خبریال په افغانستان کې د خلکو له خوا د سرو زرو د پېر د کموالي او د زرګرانو د ناسم کارو بار په اړه د زرګرانو د ټولنې رییس نصیر احمد احساس هم وپوښت.
نوموړی هم وايي، د پخوا پرتله د سره زرو بازار کمرنګه شوی، خلک یې د کمزوري اقتصاد له امله نه اخلي نو ځکه کم را واردېږي.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "تېرو درېیو کلونو کې درې یا درې نیم ټنه سره زر کابل ته وارد شوي، یعنې هر کال تقریباً یو نیم ټن سره زر او سږ کال په ټولیز ډول له یو ټنو هم څه کم سره زر وارد شوي، ځکه د سرو زرو بازار اوس ښه نه دی، د خلکو اقتصاد کمزوری دی نو ځکه ډېر نه واردېږي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، په ۱۴۰۰ کال کې ۲۲۰۰ کیلو سره زر افغانستان وارد شوي او د سږ کال احصائیه لا معلومه نه ده.
خو دغه خونه هم تاییدوي چې په افغانستان کې د سرو زرو او زرګریو کاروبار پیکه شوی او ډېری خلک خپل پخواني سره زر خرڅوي او نور د اړتیا وړ توکي پرې اخلي، یا یې بیخي نه اخلي.
د دغه خونې د مدیره پلاوي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل: "په ۱۴۰۰ کال کې د ۲۲۰۰ کیلو سره زر په قانوني شکل افغانستان ته د دوه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت باندې راغلي دي. سږ کال احصائیه لا درسته نه ده، خو د تېر په نسبت را ټیټه شوې، ځکه تقاضا مارکېټ کې کمه شوې، خلک ځینې پخواني سره زر بازار ته عرضه کوي."
خو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، په هېواد کې د سرو زرو بازار کله له رکود سره مخ کېږي او په خبره یې د پسرلي په رارسېدو به بېرته ښه شي.
جواد وویل: "د سرو زرو کاروبار کله په افغانستان کې د رکود سره مخ کېږي او کله هم ښه بازار لري، اکثراً په پسرلي او اوړي کې د سره زرو ښه بازار وي او اوس هم ښه بازار لري او موږ مطمئن یو چې د پسرلي د موسم په رسېدلو به د سرو زرو بازار بیا ښه شي."
د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره د دولتي ادارو ډېری کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي، شاوخوا ۹۰ نادولتي ادارو په هېواد کې خپل فعالیتونه ځنډولي چې دې کار وزګارتیا نوره هم پراخه کړې، د مرستو رسولو بهیر ټکنی شوی، د خلکو اقتصاد زیانمن او په ټوله کې بېوزلي پراخه شوې ده.
دغو ستونزو د خلکو په ازاد کار و بار هم اغېز کړی چې زرګریانې او زرګران هم ترې بچ نه دي پاتې.
راپور - نرګس مومند حسن زۍ