مايکل مک‌کال: د طالبانو د دريځ نرمولو برخه کې د امريکا لومړنۍ ستراتېژي بريالۍ نه‌وه

کابل

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مايکل مک‌کال ویلي دي، په افغانستان کې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ښځې له سختو کړاونو سره مخ دي.

مايکل مک‌کال تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دا روښانه ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دریځ د نرمولو او اعتدال ته د دوی د رابللو په برخه کې د امریکا د حکومت لومړنۍ ستراتېژي بریالۍ نه‌وه.

ښاغلي مک‌کال په دې اعلامیه کې هیله ښودلې وه چې، د امریکا ولسمشر جو بایډن به د کانګرس غړو ته په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان او طالبانو په اړه رغنده اقدامات اعلان کړي، تر څو وضعیت ته رسېدنه وشي، چې داسې ونه شول.

مک‌کال ویلي وو، دوی تمه لري چې ښاغلی بایډن به د افغان ښځو او نجونو د وضعیت خبره هم راپورته کړي.

نوموړي ویلي وو هیله لري چې ښاغلی بایډن به پر خپلې هغه ژمنې عمل وکړي چې له‌مخې یې طالبان د افغان نجونو په وړاندې د خپل غیر انساني چلند په اړه حساب ورکړي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مايکل مک‌کال

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي و، موږ باید نړۍ ته وښیو چې د دښمنۍ دا فضا به ونه زغمل شي.

خو ښاغلي ولسمشر جو بایډن د تېرې شپې په کلنۍ وینا کې د افغانستان هیڅ یادونه ونه‌کړه او تر ډېره یې وینا د امریکا پر کورني وضعیت او په بهرنیو موضوعاتو کې په چین او د اوکرین په جګړه ورټوله وه.

د کانګرس دغه ځانګړې غونډې ته په امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني هم وربلل شوې وه.

"ظاهراْ جمهور رئیس بایډن د افغانستان مسله هېره کړې

په همدې حال کې مشهور امریکايي سناتور لنډسي ګراهم په خپل ټویټر لیکلي، که څه هم بایډن افغانستان یاد نه‌کړ، خو نړۍ افغانستان نه‌دی هېر کړی.

نوموړي لیکلي: "ظاهراً جمهور رئیس بایډن د افغانستان مسله هېره کړې، خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې نړۍ افغانستان نه‌دی هېر کړی، لا هم د امریکا متحدین له افغانستانه پر ناڅاپي وتلو زوریږي او زموږ ترهګر دښمنان جرت اخلي خو د افغانستان په اړه یو ټکی هم نه یادیږي."

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې پر افغان مېرمنو بېلابېل سخت محدودیتونه لګولي دي.

له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه یې د دوی په مخ د زده‌کړو او تحصیل دروازې تړلي او دغه شان یې په ډېریو دولتي او نا دولتي ادارو کې د دوی په کار کلک بندیز لګولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیر یوخن فلاسبارث په خپل ټویټر لیکلي، چې تازه یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینې محمد سره کتلي او په دغه کتنه کې يې د جرمني په پراختیايي پالیسۍ کې پر ښځو او نجونو د تمرکز ټینګار شوی دی.

نوموړي ویلي دي، چې له اغلې محمد سره یې په دې مسله خبرې کړي چې، د طالبانو له لوري په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته دوی څنګه کولای شي په افغانستان کې له ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

امینه محمد په وروستیو کې افغانستان ته تللې وه او له طالب چارواکو سره یې په نا دولتي مؤسسو کې په ښځو د کار بندیز د لرې کولو او دغه شان د افغان نجونو د زده‌کړو د دوام په اړه خبرې کړې دي.