د کډوالو عالي کمېشنري: تېر کال مو ۸سوه زره افغانانو ته مرستې رسولي

يو شمېر مېرمنې مرستو اخيستلو ته د انتظار په حال کې، ارشيف

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، په افغانستان کې یې د تېر کال تر وروستیو پورې نژدې اته سوه زره کسانو ته موسمي مرستې رسولي او دا اداره به له تر ټولو زیانګالو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان سخت ژمی چمتووالي ته اړتیا لري او د ازبکستان په همکارۍ په ترمز کې د دې ادارې لوژیستیکي مرکز د بېړنیو مرستو رسولو مسله ډاډمنوي.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې، په افغانستان کې بې‌وزلي زیاته شوې او د دې هېواد د څلوېښت ملیون وګړو له نیمایي زیات یې کافي خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې همدارنګه ویلي، په اوس وخت کې د هغو کسانو شمېر چې له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي، درې ملیون تنو ته رسیږي.